ډېر لوستل شوي

سرې میاشتې په کاپیسا کې څه باندې درې زره هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

افغاني سره میاشت وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کاپیسا ولایت په یو شمېر ولسوالیو او کلیو کې ۳ زره ۲۶۳ هېوادوالو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دغو هېوادوالو ته د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي کارکوونکو له لوري د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم په برخو کې خدمات وړاندې شوې دي.
افغاني سرې میاشتې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه هېوادوالو ته بېلابېلو روغتیايي خدمات وړاندې کړي وو.

اړوند خبرونه