ډېر لوستل شوي

کابل کې ۱۲۰۰ يو کيلي او بې‌اسناده موټر نيول شوي

د کورنيو چارو وزرات په کابل کې د ۱۲۰۰ يو کيلي او بې‌اسنادو موټرو له ودرولو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي چې ياد شمېر موټر د دې وزارت د عامه امن پوليسو او د کابل ترافيک پوليسو رياست په همکاري نيولي او د پوليسو ښارګوټي ته يې لېږدولي دي.
د نوموړي په وينا، یاد ځواکونه د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د ترافیک پولیسو په همغږۍ د تلاشۍ محلونه جوړ کړي او د بې‌اسناده وسایطو د تګ او راتګ مخه یې نیولې ده.
دا په داسې مهال ده چې ياد وزارت تر دې وړاندې د يوې خبرپاڼې له مخې هېوادوالو ته خبرداری ورکړی وو، څو په کابل کې له يو کيلي او بې‌ا‌سنادو موټرو له ګرځولو ډډه وکړي.

اړوند خبرونه