د ا.ا عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د سویلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمهییز دفتر له مشر «سنجي وېجسېکره» سره په کتنه کې پر بېلابېلو روغتیايي مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د همکاریو، شته ننګونو، ګډو هڅو او د روغتيايي سکتور د اړتیاوو په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې د مولوي نور جلال جلالي له قوله لیکل شوي: “د افغانستان روغتیايي سکتور د اوسنیو ظرفیتونو ترڅنګ لا هم د نړیوالو شریکانو ملاتړ ته اړتیا لري، تر څو د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیې، د ساري ناروغیو کنټرول او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو په تامین کې اغېزمن بدلون رامنځته شي.”
په دې کتنه کې بلخوا «سنجي وېجسېکره» ډاډ څرګند کړی چې یونیسف به افغانستان کې د روغتیا له سکتور سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامدارې ساتي او د نړیوالو تمویلکوونکو ترمنځ به د ملاتړ هڅې لا زیاتې کړي.

