ډېر لوستل شوي

ايران له افغانستان سره د لوړو زده‌کړو برخه کې د هر ډول همکاريو چمتووالی ښودلی

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ‌ نداء محمد ندیم د ایران د لوړو زده‌کړو له وزیر حسین سیمایي صراف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي همکاریو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ياد وزارت وياند حافظ ضيا‌ءالله هاشمي وايي، په دې ناسته کې د افغانستان او ایران پوهنتونونو ترمنځ د استادانو تبادله، علمي پراختیا، او په دیني او عصري زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزير د افغانستان په پوهنتونونو کې د نویو ماسټري او دوکتورا برنامو د رامنځته کېدو او پرمختګونو تفصیل هم شریک کړی دی. د ایران د لوړو زده‌کړو وزیر د دواړو هېوادونو دیني او کلتوري ګډوالي ته په اشارې سره، د علمي همکاریو پر پراختيا ټینګار کړی او د افغانستان له لوړو زده‌کړو وزارت سره یې د هر ډول علمي همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

اړوند خبرونه