ډېر لوستل شوي

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د بغلان ولایت په دوشې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او څلور کسان ټپیان شوي دي.  

امید راډیو ته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه په «پل پیازقول» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر په پایله کې شوې ده.  

سرچینې لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه لومړی د دوشې کلینک او وروسته د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دي.  

له تېرو څو کلونو راپدېخوا په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.  بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

اړوند خبرونه