ډېر لوستل شوي

“خالد بن ولید قول‌ اردو کې ۱۳۴۷ عرادې پوځي وسایط ترمیم شول”

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې سږ کال د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په ورکشاپونو کې ۱۳۴۷ عرادې پوځي وسایط او ۱۶۱میله وسلې ترمیم شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌‌پاڼه لیکل شوي چې یاد وسایط له کورنیو امکاناتو څخه په استفادې د افغان مسلکي انجینرانو لخوا بیا ترمیم شوي دي. 

ملي دفاع وزارت لیکلي چې په یادو وسایطو کې رنجر موټر، هاموي ټانګونه، رنجر امبولانسونه او همدراز په ترمیم شویو وسلو کې ډي سي توپونه، M ۱۶، M4، تمانچې او دافع هوا شامل دي چې بیا ځلي ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. د ویلو ده چې د ملي دفاع وزارت له لوري تر دې مخکې هم په بېلابېلو قول‌ اردو ګانو کې ګڼ‌شمېر وسلې او پوځي وسایط ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي وو.

اړوند خبرونه