د پنجشېر مسوولین وایي چې د یاد ولایت خلک د امنیتي ځواکونو په همکارۍ هلته د امنیت او ثبات په ټینګښت کې فعاله ونډه لري او د دغه ولایت ټولې سیمې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې دي.
د پنجشیر رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه ولايت کې د امنيت ضد هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې او جنایي جرمونه هم په بېساري ډول کم شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې پنجشېر د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یو سوداګريز او سیاحتي ولایت بدل شوی دی.
سرچینې لیکلي: “د ځینو رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه او خبرونه چې ګواکې په پنجشیر کې چاودنه شوې، بېاساسه او له حقیقته لېرې دي؛ د یو شمېر نامعلومه ټولنيزو رسنيو پاڼې او يو شمېر مغرضې رسنۍ د افغانانو سره د کینې او دښمنۍ له مخې، پرته له مسلکي معیارونو او معتبرو سرچینو په نظر کې نيولو، ياد درواغجن خبرونه خپروي چې په ټولنه کې هيڅ اغيز نه لري.”
د پنجشیر رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد ولایت اوس له محدود حالت څخه وتلی، له همدې امله د پنجشیر خلک د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ولایت د امنیت او ثبات په ټینګښت کې فعاله ونډه لري او د دې ولايت په ټولو برخو کې امنيت تامين دی.

