ډېر لوستل شوي

د هرات ښار په یو شمېر مسیرونو، د ملي بسونو تګ راتګ پیل شوی

د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د یاد ریاست اړوند د ملي بس دولتي شرکت د هرات ملي بس امریت له لوري په دغه ښار کې لسو ملي بسونو تګ راتګ پیل کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا ملي بسونه به د هرات ښار له خواجه کُلـه څخه تر پل سرای شیدایي سیمې پورې تګ راتګ کوي.
سرچینې د ملي بس امریت مسوولینو په حواله لیکلي چې په نږدې ورځو کې به د ګذرګاه – خواجه کُله او همدارنګه د قول اردو – هوایي ډګر پر مسیرونو هم د ملي بسونو د تګ راتګ لړۍ پيل کړي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست همداراز لیکلي چې دا اقدام د هرات ښار د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او ښاریانو ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه شوی دی.

اړوند خبرونه