د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د «اسلامي امارت اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو» د غونډو لړۍ دوام لري.
ياد وزارت وايي، د غزني په رشیدانو، کندهار په تختهپل، د بلخ په چهار کنت، دایکنـدي په یکتي، میدان وردګو د مرکز بهسود او هرات په کوهزور ولسوالیو کې له عامو خلکو، قومي سپینږیرو، متنفذینو او سيمهييزو استازو سره د ځايي ستونزو په تړاو مستقیمې خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرانو مننه کړې چې د دې ډول ولسي ناستو له لارې د قومي یووالي، همغږۍ او ورورولۍ ټینګښت ته کار کوي. هغوی د وزارت هغه هڅې هم ستایلې چې د سرحدي او لرې پرتو سیمو له اوسېدونکو سره د عام المنفعه خدمتونو برخه کې شوې دي.
په غونډو کې د حکومت مسوولینو د قومونو ترمنځ د ژبني، سیمهییز او قومي تعصباتو د مخنیوي په اړه مفصلې خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې تعصب د ملت پر وجود د وېش توره راکاږي او سپارښتنه يې کړې چې د اخوت، یووالي او ګډو ارزښتونو پر بنسټ ټولنیز وحدت پیاوړی کړي.
مسوولینو همداراز د اسلامي امارت د مشرتابه هغه فرمان هم لوستی، چې د خرافاتو او ناوړه دودونو د له منځه وړلو په اړه لارښوونې لري، او خلکو ته یې د دغه حکم د عملي کولو جدي توصیه کړې ده.

