اميد راډيو ته حکومتي باوري سرچينې ويلي چې د افغانستان علماوو تېره ورځ یو مهم او روښانه پرېکړهلیک (قاطعنامه) اعلان کړې ده.
د سرچينې په وینا، په دې پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې افغانستان یو خپلواک اسلامي نظام لري او د خاورې او اسلامي حاکمیت ساتنه د هر افغان دیني او ملي مسوولیت دی.
په پرېکړهلیک کې راغلي: “هر څوک چې د هرې سیمې او په هر نوم د افغانستان د خاورې او اسلامي نظام پر ضد د تجاوز هڅه وکړي، د خاورې او نظام دفاع د هر افغان لپاره «فرض عین» ګڼل کېږي، او ټول باید د دغه ډول ګواښونو په وړاندې یو موټی ودرېږي.” يادې سرچينې زیاته کړې چې دا پرېکړه د هېواد د علماوو، مخورو او مشرانو له لوري شوې ده، او اوس د هر افغان دنده ده چې د دې پرېکړې ملاتړ وکړي او د اسلامي حاکمیت د ساتنې په وړاندې خپله ملي او ديني ونډه ادا کړي.

