ډېر لوستل شوي

د غزني چارواکو د کونړ له زلزله‌ځپلو سره پنځه نيم ميليونه افغانۍ مرسته کړې

د غزني چارواکو د اسلامي امارت د کارکوونکو او د غزني د خلکو له لوري د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره راټولې شوې پنځه نيم ميليونه نغدې مرستې د زیانمنو د رسېدنې کمېسيون ته سپارلې دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس ملا حمیدالله نثار وايي چې دا نغدي مرسته د دوی پلاوي کونړ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د همدې ولايت مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني ته سپارلې ده.
د خبرپاڼې له مخې د کونړ مرستیال والي د افغانستان د ملت د یووالي او همدردۍ په ځانګړې توګه د غزني ولایت د همدردۍ قدرداني کړې ده.
ملا نثار زیاته کړې چې د نغدو مرستو ترڅنګ، سلګونه بستې د ژمي البسې هم د غزني د خلکو په همکارۍ د زلزله‌ځپلو لپاره راټولې شوې، چې د لېلام له لارې به خرڅېږي او پیسې به یې پر زیانمنو وېشل کېږي.

اړوند خبرونه