د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن د اسیا لپاره د ناروې سره صلیب له استازي «ویني سداوارتي» سره په کتنه کې د روغتیايي خدماتو په اړه خبرې کړې دي.
د سرې میاشتې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د بشري خدماتو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او ملاتړ د دوام په اړه بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې د حافظ عزیزالرحمن له قوله لیکل شوي چې دوی د ناروې له سره صلیب څخه د پراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کوي.
بلخوا د ناروې سره صلیب استازي د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د ژغورنې، پوهاوي او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي فعالیتونه ستایلي دي.
نوموړي ژمنه څرګند کړې چې راتلونکی کال به له افغاني سرې مياشتې سره روغتیایي خدمات پراخوي او ترڅنګ به یې د بیړنیو حالاتو د مدیریت لپاره نوې سرچینې راجلبوي.

