ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ۱۴۴ خصوصي روغتیایي مرکزونه تړل شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ننګرهار په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې له بېلابېلو خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځيو څخه څارنه شوې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا نظارت د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې امریتونو له لوري په جلال اباد ښار، بهسودو، ښېوې، سره رود، چپرهار، کامه، روداتو، اچین، سپين غر، بټي کوټ، شینوارو او نازیانو ولسوالیو کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه شوی دی. 

سرچینې لیکلي چې د دې نظارت په پایله کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه، کلینیکونه او روغتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي او پنځه نیم زره کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.  عامې روغتیا وزارت لیکلي چې راټول شوي توکي د له منځه‌وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه