د SA Defensa په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د امریکا د افغانستان بلک هاک (+UH-60A) چورلکې پیرو هېواد ته سپارلې دي.
د دې رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې دا چورلکې له ۲۰۲۱ کال مخکې له افغانستان سره وې، خو په ۲۰۲۲ کې له کلمبیا او اوس «پیرو» هېواد ته ورکړل شوې دي.
په راپور کې د دغو الوتکو شمېر نه دی ښودل شوی، خو په ۲۰۲۱ کې د افغانستان له ۷ ډېرې بلک هاک چورلکې اوزبیکستان ته هم لېږدول شوې وې چې د اسلامي امارت یې بار بار بېرته افغانستان ته د سپارلکېدو غوښتنه هم کړې وه. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته امریکايي ځواکونو د ماتې په وروستیو ورځو کې ګڼشمېر الوتکې، مهمات او وسلې ویجاړې کړې هم وې.

