د بدخشان ولایت مرستیال والي مولوي جمالالدین حقجو خبرداری ورکړی چې د هغو ټولو ويجاړوونکو کانونو کېندنه به په قاطع ډول ودرول شي چې د سړکونو، د سیندونو د بستر او حریم او عامه تاسیساتو د تخریب لامل ګرځي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، ښاغلي حقجو د عامه تاسيساتو د تخريب د مخنيوي له کمېټې سره په ځانګړي ناسته کې د کانکېندونکو شرکتونو فعاليتونه او د فيضآبادــتخار پر لويه لاره، د سيندونو پر بستر او حريم د هغوی اغېزې څېړلې دي.
مرستیال والي ټینګار کړی چې د سرغړونکو پر وړاندې هېڅ ډول زغم د منلو وړ نه دی او د عامه شتمنیو ساتنه ګډ مسوولیت بلل کېږي. نوموړي کمېټې ته لارښوونه کړې چې شوې پرېکړې په جدي ډول عملي کړي.
بلخوا، د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي کمېټې ډاډ ورکړی چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د سیندونو د بستر او د فیضآباد–تخار د لویې لارې د ساتنې لپاره لازم قانوني او عملي ګامونه واخلي.

