په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو په دوام، تازه د سمنګان او غزني مسوولینو ویلي چې په یادو ولایتونو کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
امید راډیو ته د سمنګان امنیې قوماندانۍ په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت په «حضرت سلطان» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا پېښه نن سهار د سراچې او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله شوې او لامل یې د چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
بلخوا د غزني امنیې قوماندانۍ په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «آببند» ولسوالۍ په «سپینبند» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوې ښځې ټپيانې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دا پېښه پرون د کابل – کندهار په لاره د دوو مسافر وړونکو موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
د غزني مسوولینو د دې ترافیکي پېښې لامل هم د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.

