ډېر لوستل شوي

د ا.ا مشرتابه د «اصلاحي او روزنيز» سيمينار پر مهال مسوولينو ته لارښوونې او سپارښتنې کړې

د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د يو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني «اصلاحي او روزنيز» سيمينار پر مهال مهمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ا.ا مشرتابه د قرآن او سنتو په رڼا کې د خلکو خدمت، د يتيمانو، کونډو، معلولينو او بې‌وزلو کفالت، د امنيت ساتنه او د اسلامي امارت د قوانينو شرعي بنسټونه روښانه کړي دي. مشرتابه ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت فرمانونه د الله تعالی د دين پر بنسټ ولاړ دي او موخه يې د خلکو هوساينه او خدمت دی.

د اسلامي امارت مشرتابه مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسووليتونه په اخلاص، عدالت او رحم سرته ورسوي، له اختلافه ډډه وکړي، د شريعت پابندي وکړي او د خلکو د هدايت او خدمت وسيله وګرځي.

خبرپاڼه زياتوي، په دې سيمينار کې علماوو او مسوولینو يو ځل بيا د اسلامي امارت له مشرتابه سره بيعيت تازه کړی دی.

د ويلو ده، چې ياد سيمينار د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت، د افغاني سرې مياشتې عمومي رياست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره، د زندانونو چارو اداره، د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند روزنتونونه، د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معينيت او د دارالايتامونو مسوولینو ته ځانګړی شوی وو.

اړوند خبرونه