عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د خوست ولایت د روږدو درملنې په ۸۰ بستریز روغتون کې د دغو کسانو د درملنې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ودانۍ د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
سرچینې لیکلي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د روږدو ناروغانو لپاره د معیاري، خوندي او اغېزمنې درملنې زمینه برابره، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او د روغتون د درملنې ظرفیت به ورسره لا پیاوړي شي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشهيي توکو روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه او همداراز د دغو توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

