د ملي خصوصي پوهنتون له لوري په افغانستان کې د «درملو د منطقي استعمال او راتلونکي لیدلوري» تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شوی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په حواله ويلي، چې د روغتیا په برخه کې پانګونه حیاتي اهمیت لري او دا پانګونه به نه یوازې د ټولنې اړتیاوې پوره کړي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې په بهیر کې به هم مهم رول ولوبوي.
د اقتصاد وزير ټینګار کړی، چې د درملو د سم او معیاري استعمال لپاره علمي څېړنې او ګډ کار کولای شي د عامې روغتیا د ښهوالي ترڅنګ اقتصادي ثبات ته هم لاره هواره کړي.

