عدلیې وزارت وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه دولتي او څه باندې ۴ میلیون عامه څړځایونه تثبیت شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري تثبیت او د سندونو او مدارکو له مخې دولتي فیصله کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې: “یادې ځمکې په کابل او د هېواد په ۳۳ نورو ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ د فیصلو پر اساس امارتي تثبیت شوې او فیصلې یې د دغو ځمکو متصرفینو ته ابلاغ شوي دي.”
عدلیې وزارت دا هم لیکي چې له دې جملې څخه د نږدې ۲۹ زره جریبه ځمکو دوسیې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون پر بنسټ د شرعي فیصلې په موخه، د غصبشویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو ته سپارل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز د بادغیس په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې له ۴ میلیونو ۱۶۷ زره جریبو څخه زیات عام څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي.

