ډېر لوستل شوي

کابل او بدخشان کې د نشه‌يي توکو څلور کاروباریان نیول شوي    

کورنیو چارو وزارت وایي چې په پلازمېنه کابل او بدخشان ولایتونو کې څلور کسان له ۲۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره یوځای نیول شوي دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو هغه کس نیول شوی چې ۱۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي یې په یوه بوشکه کې ځای پرځای کړي وو. 

سرچینې د دغو نشه‌يي توکو د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال په پلازمېنه کابل کې درې کسان له ۱۰ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوي دي. 

دا کسان د جلا عملیاتو پرمهال نیول شوي چې ۵۴۳ د نشې ګولۍ هم ترې ترلاسه شوې دي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راپدېخوا د نشه‌يي توکو لسګونه کاروباریان نیول شوي دي.

اړوند خبرونه