ډېر لوستل شوي

افغانستان سره د هند تازه ژمنې؛ کابل ته د سرطان ضد درمل او په نوې ټېکنالوژۍ سمبال سکينر رالېږي

د هند روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د هند د روغتیا وزیر جې‌پي ندادا سره په نوي ډيلي کې لیدلي او پر روغتیايي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د هند روغتیا وزارت په وينا، د افغانستان له روغتیا وزیر سره يې تر لیدنې وروسته ژمنه کړې، چې له افغانانو سره به بشري او روغتیايي مرستې دايمي وساتي.

د هندي رسنۍ « ANI » د راپور له مخې، هند ژمنه کړې چې افغانستان ته به د سرطان ضد درمل، بېلابېل واکسینونه او یو ۱۲۸-سلایس CT سکینر ولېږي. د هند د روغتیا وزیر ویلي، چې د درملو اوږدمهاله خونديتوب او روغتیايي مرستې د کابل او نوي ډيلي د دوه‌اړخیزو همکاریو مهم بنسټ جوړوي او دا د افغان ولس د درملیزو اړتیاوو د ملاتړ څرګندونه ده.

اړوند خبرونه