د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د قزاقستاني پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو او مالي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
ياد بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي خالد په حواله ویلي، چې د افغانستان بانک غواړي له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره اغېزمنې او دايمي اړیکې ټینګې کړي. ورته مهال، قزاقستاني پلاوي له افغانستان سره د ګډو بانکي او مالي همکاریو د پراختيا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

