د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت احتمال شته.
ياد وزارت دا اټکل تر سبا (جمعه، ليندۍ ۲۸مه) د هرات، فراه نيمروز، هلمند، غور، بادغيس، فارياب، سرپل او باميانو ولايتونو کې ښودلی دی.
هواپېژندنې ریاست د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ مليمتره او د واورې کچه له ۱۰ تر ۲۰ سانتيمتره اټکل کړې ده.
همداراز، په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره په ساعت چټک بادونه هم اټکل شوي دي. دا په روانې اوونۍ کې درېیم ځل دی، چې د هواپېژندنې ریاست په یو شمېر ولایتونو کې د خرابې هوا په اړه خبرداری ورکوي.

