ډېر لوستل شوي

عابدالله فاروقي: د جعلي اسنادو له لارې د بهرني سفر هڅې شنډې شوې

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي، ځواکونو يې توانېدلي چې د جعلي بهرنیو اسنادو له لارې د سفر کچه صفر ته راکمه کړي.

نوموړي ویلي، د مزارشریف نړیوال هوایي ډګر د تګ‌ــ‌راتګ او کنټرول آمریت کارکوونکو یو مسافر نیولی، چې غوښتل یې د ایټالیا د جعلي آی‌ډي کارت په وسیله ترکیې او وروسته ایټالیا ته سفر وکړي.

د فاروقي په وينا: “یاد کس د تګ پر مهال شکمن وپېژندل شو او د لابراتوار آمریت له لوري د اسنادو فزیکي څېړنې جعلي‌توب ثابت کړ.” د سرحدي پوليسو وياند زیاته کړې، هغه مافیاوي کړۍ چې د هېواد له هوایي ډګرونو یې د جعل‌کارۍ له لارې د ناقانونه سفر زمینه برابروله، له منځه وړل شوې او ټینګار یې کړی چې هېڅوک دې د غیرقانوني سفر هڅه نه کوي.

اړوند خبرونه