ډېر لوستل شوي

غزني ښار کې په واټونو ۱۷۲ ترافیکي نښې لګول شوې 

د غزني ښار په بیلابیلو عمومي او فرعي سړکونو، څلور لارو، درې لارو، کږلیچونو او پلي تګ په دهلیزونو ۱۷۲ بېلابېلې ترافیکي نښې لګول شوې دي.

امید راډیو ته د غزني امنیې قوماندانۍ په را استول‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اقدام له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي او ترافیکي امن او نظم د ټینگښت په موخه شوی دی.

مسوولینو د غزني له ښاریانو غوښتي چې د دې ټرافیکي نښو په ساتنه کې همکاري وکړي او د ټرافیکي نښو پر مخ د هر ډول تبلیغاتي او سوداګریزو خبرتیاوو له لګولو ډډه وکړي.

تر دې مخکې هم د ځینو نورو ښارونو په واټونو ورته ترافیکي نښې لګول شوې دي. 

د ویلو ده چې په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي نښو ته نه‌پاملرنه بلل کېږي.

اړوند خبرونه