ډېر لوستل شوي

“هند د افغانانو د روغتیايي امنیت ملاتړ ته ژمن دی”

د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزیر «کیرتي وردان سینګ» د افغانستان له خلکو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې له افغانانو سره هراړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

سینګ دا خبرې د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره په کتنه کې کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې هند د افغاستان د خلکو د روغتیايي امنیت ملاتړ ته ژمن دی.

د مولوي نور جلال جلالي او «کیرتي وردان سینګ» ترمنځ په دې کتنه کې همداراز د روغتیا په برخه کې همکارۍ جلبولو، ظرفیت لوړولو، د درملو اوږدمهاله تأمین، او د روغتیا سکتور کې د پراختیایي همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو ناستې او بحثونه کړي دي.

د ویلو ده چې له مودې راهیسې د افغانستان او هند اړیکې د پراختیا او پیاوړتیا په لور روانې دي.

اړوند خبرونه