ډېر لوستل شوي

وردګ پوهنتون کې د لیلیې لپاره څلور پوړیزه ودانۍ جوړېږي 

د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم میدان‌وردګ ته د سفر پرمهال د یاد ولایت په «وردګ پوهنتون» کې د لیلیې لپاره د څلور پوړیزې ودانۍ د چارو پرانیسته کړې ده. 

امید راډیو ته د وردګ پوهنتون د نشراتو امریت په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ودانۍ د ۱۸۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې په یو وخت به پکې ۱۶۰۰ محصلین ځایېدلی شي.

بلخوا د لوړو زده‌کړو وزارت په اېکس‌پاڼه هم لیکل شوي چې د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو، وزیر شیخ نداء محمد ندیم تر څنګ د دې وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني، د ټولګټو وزارت تخنيکي معین، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، د میدان وردګ ولایت والي، د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس، د یاد ولایت د علماوو شورا او نورو ریاستونو رئیسانو، علماء کرامو، د وردګ پوهنتون مسؤلینو، استادانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې چې په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزیر ویلي چې د استادانو تعهد او ژمنتیا او د مسوولینو لخوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولی شي چې د لوړو زده‌کړو نظام لا پیاوړی کړي.

اړوند خبرونه