له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ په دوام، یوازې په تېره یوه ورځ کې ۵ زره او ۲۰۴ تنه افغان کډوال له یاد هېواد څخه ایستل شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون په خپل کاري راپور کې ويلي، د ننګرهار تورخم له لارې ۴ زره او ۳۱۶ تنه، د کندهار ولایت د سپینبولدک له لارې ۵۵۱ تنه او د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۳۷ تنه افغان کډوال هېواد ته راغلي دي.
همدارنګه د مالي مرستو، ثبت او هرکلي، روغتیايي خدمتونو او ټرانسپورټ کمېټو له لوري سلګونو راستنو شويو کډوالو کورنیو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پرته له ځنډه د چټکېدو په حال کې ده.

