د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هند ته په خپل رسمي سفر کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دودیزو درملو د دويمې سرمشریزې غونډې پرمهال د نړۍ ۲۳ هېواونو وزيرانو سره په جلا ناسته کې ګډون او وينا کړې ده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، چې ښاغلي جلالي په خپله وینا کې دودیزو درمل ارزښتناک بللي او ټینګار یې کړی چې په «معیار برابره دودیزه درملنه» د روغتیايي خدمتونو پراخوالی تضمینوي او په روغتیايي سکټور د خلکو باور زیاتوي.
ښاغلي جلالي څرګنده کړي، چې افغانستان په رسمي ډول د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې د ستراتیژۍ (۲۰۲۵–۲۰۳۴) ملاتړ کوي او ژمن دی، چې خپلې ملي تګلارې، نصابونه او مقررات له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي. په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو هم د ګډو هڅو او د روغتیايي سیستمونو د قوي کولو اهمیت ته اشاره کړې او د دودیزو درملو په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا ژمنه یې کړې ده.

