د کابل ښاروالي وايي چې د درېیمې ناحیې اړوند له «پُل آرتل» څخه تر دهمزنګ پورې د سړک پاتې برخې قیر کول بشپړ شوي او یاد سړک د ترافیکي پرمخ پرانیستل شوی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا ۱۰۴۰ متره اوږد سړک، ۲۷ او ۳۰ متره سور ور سړک د یوې اصلي او یوې فرعي لیکې په بڼه ډیزاین شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د یاد سړک شاوخوا ۳۰ متره برقې قیر چارې پاتې دي چې د هوا د ښهوالي په صورت کې به پیل او پای ته ورسول شي.
سرچینې لیکلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي.

