د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته ۶٫۸ میلیون کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه په جبري او داوطلب ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
دا څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې چارو بشپړولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د رامنځتهشوي کاري ګروپ په ګډه ناسته کې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو شمېره د لوړېدو په حال کې بللې او په وینا یې چې په دې سربېره له تېرو څه باندې څلورو کلونو راپدېخوا ۱،۳ میلیون افغانان د طبیعي پيښو له امله په کور دننه هم بېځایه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر دا هم ویلي چې په افغانستان کې ثبات د کډوالۍ د کمېدو سبب شوې او د اسلامي نظام له بریا وروسته بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې د کډوالۍ د دایمي حل او په کور دننه بیځایهشویو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه پایله ولري او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو ترمنځ به د همغږۍ سربېره د مرستو جلب، اړتیاوو پيژندل او کاري ساحه روښانه کړي.

