کورنیو چارو وزارت وایي چې په خوست ولایت کې د «طارق ابن زیاد» له روزنیز مرکز څخه لسګونه پولیس افسران د مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یادو افسرانو له عقیدوي، امنیتي، کشفي او مسلکي زدهکړو تر بشپړولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بریلیکونه ترلاسه کړي دي.
په دغو مراسمو کې مسوولینو تازه فارغشویو ته په خطاب کې ویلي چې په پوره اخلاص د ولس خدمت وکړي او همداراز له ولس سره اړیکې پیاوړې کړي.
تر دې مخکې ملي دفاع وزارت خبر ورکړی و چې د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۱۹ منسوبینو مسلکي زدهکړې بشپړې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۱۹ منسوبین د «عبدالله بن مسعود رض» د جګړهییزو زدهکړو قوماندانۍ اړوند مسلکي ښوونځي له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې دغو منسوبینو د څلور میاشتنیو عملي او نظري زدهکړو، له بشپړولو وروسته نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بریلیکونه ترلاسه کړي دي.

