د شمال ختیځ زون ۲۱۷ عمري قول اردو ځواکونو د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ اړوند د وغورقول سیمه کې، د سختو واورو له امله بند پاتې هېوادوال او موټر چلوونکي ژغورلي دي.
ياده قول اردو وايي، چې ځواکونو يې په واورو کې بند پاتې هېوادوالو ته اړینې مرستې رسولې او د موټرو د تګــراتګ د بېرته پيل په موخه يې لارې هم پرانيستې دي.
چارواکي وایي، د سیمې خلکو ته د ژغورنې او مرستو دا ګړندي اقدام د واورې د زیانونو د کمولو لپاره مهم ګام دی.
د ويلو ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند منسوبين د خپلې اصلي دندې ترڅنګ، په بېړنيو حالاتو کې د هېوادوالو د ژغورنې لپاره هڅې هم کوي.

