ډېر لوستل شوي

سرپل کې د قتل په تور درې کسان نیول شوي

د سرپل امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب‌الله عِلم‌یار خبر ورکړی، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د صیاد ولسوالۍ اړوند، درې تنه د قتل په تور نیولي دي.
عِلم‌یار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه، چې پکې یو کس د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د ډزو په پایله کې وژل شوی و.
امنیتي ځواکونو د پېښې تر څېړنې او کشفي هڅو وروسته، یاد درې کسان د قضیې په تړاو نیولي او د لومړنیو پلټنو له بشپړېدو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
چارواکي وایي، د پېښې په اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

اړوند خبرونه