ډېر لوستل شوي

“له «لب‌جر» څخه تر «سرای‌شمالي» پورې د سړک یوې فرعي لیکې جوړولو کارونه روان دي”

د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې د دې ادارې د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له «لب جر» څخه تر «سرای شمالي» پورې (د سلطان محمود غزنوي سړک پر دوام) د سړک د یوې فرعي لیکې د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ په اېکس لیکل شوي چې په دې پروژه کې نښلوونکي کانالونه، لښتي، پلې لارې، د بایسکل چلولو لیکې، ګلدانونه، څراغونه او د یو معیاري سړک نور جزئیات شامل دي.
“څه موده وړاندې د یاد سړک یوه اصلي لیکه د یو کیلو متر په اوږدوالي قیر شوې ده او د هوا د مساعدوالي په صورت کې به یې پاتې کارونه هم ترسره شي.”
د کابل ښاروالۍ خبرپاڼه کاږي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي زیربناوې به پراخوالی ومومي.

اړوند خبرونه