د پکتیا ولایت په «احمدخیلو» ولسوالۍ کې د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ۶۲۰ متره اوږد کانال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
امید راډیو ته د پکتيا ولايت رسنیز دفتر د رالېږلشوې خبرپاڼې له مخې چې دا ۶۲۰ متره اوږد کانال د بېړنۍ کمېټې له لوري د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي چې له یاد کانال څخه به سلګونه کورنۍ د زراعتي ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کوي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه به خړوبوي.
مسوولینو ویلي چې د پکتیا ولايت مقام تر چتر لاندې په لرې پرتو او غرنيو سيمو کې د سړک جوړولو، جوماتونو او مدرسو ترميم، استنادي ديوالونو، پلونو او پلچکونو د جوړولو په برخه کې لسګونه پروژې پلې شوې دي.

