په هېواد کې د ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو په دوام، پوهنې وزارت ویلي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاده ودانۍ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۷ میلیون ۶۱۸ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دغه ودانۍ کې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د لمریزې برېښنا سیستم، د څښاک پاکو اوبو ژوره څاه، احاطوي دېوال، د اوداسه لپاره منظم ځای او نور اړین ملحقات شامل دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستندویه ادارو او پوهنې وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.

