ډېر لوستل شوي

تېره میاشت په کابل کې ۱۰۲۲ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په تېره لیندۍ میاشت کې ۱۹ زره ۶۶۸ هېوادوالو ته د پېژندپاڼو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې خدمتونو کې ۱۳ زره او ۴۲۰ کسانو ته حضوري او ۶ زره ۲۴۸ بهرمېشتو هېوادوالو ته غیرحضوري خدمتونه شامل دي.

سرچینې لیکلي چې د نفوسو د احوالو ثبتولو خدمتونو ریاست تېره میاشت په حضوري ډول کابل ښار کې ۱۰۲۲ کسانو ته نوې کاغذي، ۹۶۶ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې، او همداراز یې ۱۱ زره ۲۳۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم لیکلي چې د غیرحضوري خدمتونو له لارې ۲ زره ۹۱۵ کسانو ته نوې او ۷۵۴ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې او ۲ زره ۵۷۹ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه