د ننګرهار د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید اميد راډيو ته ویلي، چې راتلونکو دوو ورځو کې به د راغلو کډوالو لپاره د ځمکو وېش لړۍ رسمي پیل شي.
د ښاغلي سعید په وینا، په لومړي پړاو کې به د بهسودو ولسوالۍ د خانهکۍ سیمه کې په ۳ زره جریبه ځمکه کې هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي.
د دویم پړاو په ترڅ کې به د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتهلک سیمه کې په ۱ زره او ۶ جریبه ځمکه کې هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ووېشل شي.
مولوي محمد نبي سعید ډاډ ورکړی، چې د ځمکو وېش به په بشپړ شفافیت او روڼتیا ترسره شي او هغه کډوال چې له وړاندې په افغانستان کې ځمکې لري، په دې پروسه کې برخه نه لري.

