ډېر لوستل شوي

“نشه‌يي توکي نړیواله ستونزه ده، هېوادونه دې ګډه همکاري وکړي”

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، شیخ عبدالرحمن منیر د روسیې له سفیر «دمیتري ژیرنوف» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کته کې شیخ عبدالرحمن منیر نشه‌يي توکي نړیواله ستونزه بللې او ویلي یې دي چې او نړۍ په ځانګړې توګه روسیه دې د دغو توکو د مخنیوي لپاره ګډه همکاري وکړي.
ښاغلي منیر د روسیې له سفیر څخه بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
بلخوا د روسیې سفیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت اقدامات ستایلي او پر ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه