ډېر لوستل شوي

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ټپیان شوي

د هلمند مسوولین وايي، په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
امید راډیو ته د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ترافیکي پېښه د سنګین ولسوالۍ په عمومي لار د یو بار وړونکي ټېلر موټر او یو موټرسیکل ترمنځ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې پېښه کې دوې مېرمنې مړې او دوه نارینه ټپيان شوي دي.
سرچینې لیکلي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
د یادولو چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه