ډېر لوستل شوي

علي‌رضا بېکدلي: له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لېوال یو

په کابل کې د ایران سفیر، علي‌رضا بېکدلي د ا.ا کار او ټولنیزو چارو له وزیر، ملا عبدالمنان عمري سره په کتنه کې ایران ته د کارګرانو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې دي. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي امید راډیو ته ویلي چې په دې کتنه کې پر دوه‌اړخیزه کاري اړیکو، کاري ځواک په غوره تنطیم، د ګډو همکاریو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د وضیعت پر ارزونې بحث شوی دی. 

په خبرپاڼه کې د ملا عبدالمنان عمري له قوله لیکل شوي: “اسلامي امارت غواړي چې له ایران سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او پر کار پوه کارګرو د لېږد، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسېږي، او له هغه هېواد سره د کار ځواک تبادله وکړي.

بلخوا د ایران سفیر ویلي چې له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیوال دي او غوره بولي چې افغان ماهر ځواک ته په خپل کار بازار کې او ایراني ماهرو کارګرانو ته د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت لیکلي، دواړو لوریو ژمنه کړې چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو د تنظیم لپاره ګډو همکاریو ته به دوام ورکوي.

اړوند خبرونه