له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې د کابل په «کارتهسخي» سیمه کې ٣٠٠ کورنۍ د ډبرو له احتمالي زیانونو ژغورل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې ادارې د لوی رییس، ملا نورالله ترابي په لارښوونه د یادې سیمې په سخي زیارت شاته کلي کې ١٨ متره مکعب ډبرې په خوندي ډول له منځه وړل شوې دي. سرچینې لیکلي چې دغو ډبرو د یادې سیمې خلک له جدي ګواښ سره مخ کړي وو، خو تازه له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له لوري له منځه وړل شوې دي.

