د اميد راډيو خبريال د اطلاعاتو او کلتور وزير شیخ شیر احمد حقاني په حواله ويلي، دا مهال په افغانستان کې د سیاحت او بهرنیو سیلانیانو د راتګ لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي حقاني د توریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ د ۲۷ تنو زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې له فارغ شویو زدهکړیالانو غوښتي، چې له بهرنیو سیلانیانو سره ښه چلند وکړي، څو له هغوی له افغانستانه خپلو هېوادونو ته مثبت انځور یوسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير په وینا، سیلانیان د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري.
بلخوا، د ياد وزارت د توریزم او هوټلدارۍ آمر مولوي محمد زمان ناصري ويلي، د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د توریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ په ۱۳۹۱ لمریز کال کې جوړ شوی و، خو د تېرو ناخوالو له امله فلج او بېګټې پاتې شوی و.
نوموړي زياته کړې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هڅو یاد انسټېټیوټ بېرته فعال شوی، چې دا مهال ترې ۲۷ تنه زدهکړیالان فارغېږي او شاوخوا ۵۰ تنه نور په زده کړو بوخت دي. مولوي ناصري همداراز د زدهکړیالانو لپاره د لیلیې جوړولو او د ښوونکو د شمېر د زیاتولو غوښتنه هم کړې ده.

