د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې له ۶۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاحشوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت پر کروندګرو وېشل شوي دي. تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ له اړمنو کروندګرو سره د غنمو اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې وه.

