نن د مرغومي شپږمه، هغه ورځ ده چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوې نه هېرېدونکې او برخلیک ټاکونکې پېښې په توګه ثبت شوې ده.
۴۶ کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په همدې ورځ، د پخوانی شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ؛ هغه یرغل چې د هېواد سیاسي، ټولنیز او امنیتي جوړښت یې له ژورو بدلونونو سره مخ کړ او میلیونونه افغانان ترې اغېزمن شول. دغه تاریخي پېښه نه یوازې د افغانستان پر کورنیو حالاتو اغېزناکه وه، بلکې د سیمې او نړۍ پر سیاسي معادلو یې هم ژور اغېز وکړ او د افغان ولس پراخ مقاومت یې راوپاراوه، چې وروسته د نړیوالو بدلونونو له مهمو عواملو څخه وشمېرل شو.

