ډېر لوستل شوي

“هغه ملتونه چې له علماوو سره تړاو لري، تل بریالي پاتې شوي”

د افغانستان ملي راډيو ټلوېزيون عمومي رييس قاري محمد یوسف احمدي د مرغومي شپږمې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ويلي، هغه ملتونه چې له علماوو سره یې اړیکه او پیوستون درلود، همېشه بریالي او سرافراز پاتې شوي او د هر ډول اشغال پر وړاندې یې بری ترلاسه کړی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړې، چې د افغانانو بریا د اشغالګرو پر وړاندې د الله تعالی د لارې د تعقیب او د علماوو د لارښوونو د پیروي پایله ده. قاري محمد یوسف احمدي ټینګار کړی، چې ایمان، وحدت او د دیني علماوو لارښوونې د افغان ملت د مقاومت او بریا بنسټيز عوامل دي.

اړوند خبرونه