د پوهنې وزير مولوي حبيبالله اغا د کابل ښار د شپاړسو ښوونيزو ناحيو اړوند د مدرسو او د ثانویه او مافوقالثانويه مرحلو د مشترکې ازموينې له بهيره ليدنه کړې ده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ښاغلي حبيبالله اغا د ازموينې له بهيره د ليدنې پرمهال د نظم، روڼتيا او ټاکل شويو اصولو د پليکېدو ارزونه کړې او د اړوندو مسوولينو هڅې يې ستايلي دي.
د پوهنې وزير د ازموینې د لا ښه تنظیم، تعادل او روڼتیا په موخه لازمې سپارښتنې کړې او ټینګار یې کړی، چې د دیني او عصري زدهکړو وده او پیاوړتیا د پوهنې وزارت له بنسټيزو لومړیتوبونو څخه ده.

