د هلمند مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز، لښکرګاه لسمې ناحیې اړوند «مختار» سیمه کې د هلمند پر سیند د پُل جوړولو چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې چارې د ۳ میلیون ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې: “دغه پُل ۳۴۰ متره اوږدوالی او نهه ۹ متره سور لري چې يو خصوصي ساختماني او سړکجوړونې شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د دې پروژې چارې به د ۱۸ مياشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
د هملند مسوولینو ویلي چې د دې پُل په جوړېدو سره به لښکرګاه ښار د باباجي ولسوالۍ له لارې د کندهار-هرات عمومي شهرا سره و نښلول شي او د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې به ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

